اسلام آباد 24دسمبر(اے پی پی) وزيراعظم شهباز شريف د جناح ايونيو ان??رچينج انډرپاس منصوبه په رېكارډ 42 ورځو مو??ه كښې په بشپړولو د كور??يو چارو د وزير٬ د سي ډي اے چيئرمېن پشمول د اړوند ادارو ستاينه كولو سره وئېلي دي چې دې منصوبې سره به د پینډۍ٬اسلام آباد ټرافېك ته لويه ګټه وشي۔ د پاكستان پرمختګ او څوكالي به هم دې رفتار سره مخ په وړاندې روانه ساتلې شي او پاكستان به عظيم هېواد جوړوو۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د جناح ايونيو ان??رچينج انډرپاس پرانستې دستورې ته په وينا كښې وكړه۔په دستوره كښې د كور??يو چارو وفاقي وزير محسن ن??وي٬د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير عطاﺀ تارړ٬د قومي اسمبلۍ غړو او نورو مهمو شخصياتو ګډون وكړو۔ دستورې ته په وينا كښې وزيراعظم ووئيل د دې انډرپاس په 5 نومبر د بنياد تيګه اېښودلې شوې وه٬دا د خوشحالۍ موقع ده چې دا انډرپاس په 42 ورځو كښې بشپړولو سره رېكارډ جوړ شوے۔ ده ووئيل قامونه دغسې پرمختګ كوي٬ده ووئيل د سي ډي اے چيئرمېن٬د هغه ډلې٬ټهيكدارانو٬انجينئرانو او كار كوؤنكو ملازمينو له مباركي وركوم۔د كور??يو چارو وزير محسن ن??وي په مشرۍ كښې د هغه ډلې شپه ورځ خواري كړې٬د هغه د ذاتي نګرانۍ په سبب دا منصوبه په وخت بشپړ شوې۔وزيراعظم ووئيل د دې منصوبې سره به د پینډۍ اسلام آباد ټرافېك ته ګټه وشي۔ده هيله څرګنده كړه چې سرينا انډرپاس منصوبه به هم دې رفتار سره بشپړ شي۔ده ووئيل آئي جي او د ټرافيك پوليس چې څه ډول ټرافېك روان ساتلې هغه د ستائنې وړ دے۔د كور??يو چارو وفاقي وزير محسن ن??وي ووئيل وزيراعظم شهباز شريف په 5 نومبر د منصوبې د بنياد تيګه اېښودلې وه۔نن مونږ 42 ورځې پس د انډرپاس پرانسته كوو۔په اسلام آباد كښې به د نوې بوټو آفزائش لپاره نرسريز جوړولې شي۔ده ووئيل د وزيراعظم په سپارښتنه په اسلام آباد كښې د فائيو سټار هوټل جوړولو لپاره كار كوو۔د جناح ايونيو ان??رچينج منصوبې 50 فيصده كار بشپړ شوې٬د سرينا چوك انډر پاس به په خپل مقرر وخت كښې بشپړولې شي۔د كور??يو چارو وفاقي وزير ووئيل د قذافي سټېډيم پرانسته به هم د وزيراعظم شهباز شريف په لاس كولې شي۔سي ډي اے شپه او ورځ كار كولو سره انډرپاس په 1008 ساعتونو كښې بشپړ كړې۔ په دې موقع د كور??يو چارو وفاقي وزير محسن ن??وي او د سي ډي اے چيئرمېن اېم علي رندهوا وزيراعظم له د جناح ايونيو ان??رنېشنل په منصوبه بريفنګ وركړو۔د بريفنګ په مهال ووئيل شو چې په منصوبه كښې سيفټي او سيكورټي باوري كړی شوې٬د منصوبې په فيز ون كښې 950 ميټرز انډرپاس بشپړ كړے شوے دے
Nguồn bài viết : Miền Trung